د طالبانو ویاند وايي چې په بامیان ولایت کې یې د داعش ترهګرې ډلې هغه غړي نیولي چې د بهرنیو سیلانیانو په ګډون یې په ګڼو چاودنو او ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشنبه (د تلې ۹مه) وویل چې د دې ډلې د ځانګړو قطعاتو جنګیالیو د روان کال د لیندۍ میاشتې په ۱۲ مه نېټه د داعش د تخریبي ډلې هغه مهم غړي نیولي دي.
وسله والو طالبانو ويلي، چې دغه کسان په کابل کې په يو شمېر نورو بريدونو او په باميانو ولايت کې پر بهرنيو سيلانيانو په بريدونو کې لاس درلود، چې له کابل او ننګرهار څخه نيول شوي دي.
مجاهد لیکلي، چې د دغه برید د طرحې او تنظیم کوونکي له پټنځای څخه یو تاجک تبعه هم نیول شوی، چې د ځانمرګي برید پلان یې درلود.
له دغه پټنځاى څخه يوه اندازه چاوديدونکي توکي، دوه ميله وسلې او مهمات د دغې ډلې د خاصو قطعاتو لاسته ورغلي دي.
د طالبانو د ډلې ویاند وايي، په څېړنو کې معلومه شوې چې د څارنوالۍ د عمومي ریاست پر کارکوونکو برید کوونکي د بلوچستان په مستونګ ښار کې د داعش له یوه روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي وو.
په نورو عملیاتو کې چې په کابل او فاریاب کې ترسره شول، دوه تنه سربازان ووژل شول او یو شمېر نور ژوندي ونیول شول.
په دوی کې داسې کسان هم شته چې په دې وروستیو کې د بلوچستان په مستونګ کې د داعش خراسان څانګې له روزنیز کمپ څخه افغانستان ته راغلي.
طالبان وايي، داعش ډله په افغانستان او نورو هېوادونو کې له دغو نویو مرکزونو بریدونه کوي او په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې هم دیني عالمان او د دیني، مذهبي او سیاسي ډلو غړي په نښه کوي.
جمهورخبري آژانس