د طالبانو حکومت دوه خبریالان په پوځي محکمه کې د عکسونو اخیستو په تور په لس کاله بند محکوم کړل.
د طالبانو په حکومت کې باخبره سرچینو ویلي چې محمد عارف هجران او احمد کامران د طالبانو د پوستو د عکسونو اخیستو په تور په لس کاله بند محکوم شوي دي. د دغو دوو خبریالانو محاکمه د سنبلې په ۲۷ مه نېټه ترسره شوه.
ښاغلی هجران تورن دی چې په وزیر اکبر خان او له پروان څخه کاپیسا ته د لارې په اوږدو کې یې د پوستو، طالبانو او د هغوی د ډول ډول وسلو عکسونه اخیستي او په استرالیا کې یې د پیام ویب پاڼې ته استولي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دغه حکم د طالبانو د استخباراتو د نظامي محکمې له خوا صادر شوى دى.
له دې سره سره د افغان خبریالانو د خوندیتوب سازمان د دغو خبریالانو محکومیت غندلی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د محمد عارف هجران او احمد کامران د ژر تر ژره خوشې کېدو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.
د دغه سازمان په وینا، په افغانستان کې د بیان ازادي د طالبانو له جدي ګواښ سره مخ ده او بندیزونه زیات شوي دي.
باید وویل شي، چې دغه دوه خبریالان د سرطان په ۱۶مه د کابل له خیرخانې سیمې نیول شوي وو.
جمهورخبري آژآنس