۰

طالبان: افغانستان د انرژۍ په صادروونکي هېواد بدلېدو ظرفیت لري

سی شنبه ۱۰ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۴۰
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغانستان د دې وړتیا لري چې د انرژۍ په صادرونکي هېواد بدل شي.
طالبان: افغانستان د انرژۍ په صادروونکي هېواد بدلېدو ظرفیت لري
د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، افغانستان د دې وړتیا لري چې د انرژۍ په صادرونکي هېواد بدل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې کلا د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغې ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په سکتور کې د پانګونې د فرصتونو د وړاندې کولو په کنفرانس کې وینا وکړه.

نوموړي وویل، افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د ډېرو فرصتونو او منابعو په لرلو سره هڅه کوي چې د انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا او افغانستان د انرژۍ په صادروونکي هېواد بدل شي.

هغه ادعا وکړه، چې اسلامي امارت د انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې ښه زمینه برابره کړې، مالیات کم شوي، اداري چارې لنډې شوي او لازمې مرستې ورسره کیږي.

د طالبانو سیاسي مرستیال وویل چې اوس د اوبو مدیریت لومړیتوب لري او د طالبانو امارت غواړي چې د سیمه ییزو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي او افغانستان به ډېر ژر په سیمه کې د سوداګریزو او ترانزیتي ارتباطاتو په مرکز بدل شي او افغاني تولیدات به نړیوالو بازارونه ته ورسېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي