د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو په پنجشیر او بدخشان کې په دوو پېښو کې پر طالب وسله والو بریدونه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې تېره شپه د تلې په ۹ مه دوه جلا اعلامیې خپرې کړې او ویلي یې دي چې په دغو بریدونو کې ۷ طالب جنګیالي وژل شوي او ټپیان دي.
د دغو خبرونو له جملې څخه د یوې اعلامیې په اساس، د یکشنبې په ورځ د په تلې ۸ مه د مقاومت د جبهې ځواکونو د پنجشیر ولایت د حصه اول ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالب جنګیالیو په یوه پوسته برید وکړ، چې له امله یې د دغې ډلې ۲ تنه جنګیالي ووژل شول او ۳ تنه نور ټپیان شول.
دغه راز دغه جبهې په يوه بل خبر کې ويلي دي چې ددوى ځواکونو ددوشنبې په شپه دبدخشان ولايت په ياوان ولسوالۍ کې په وسله والو طالبانو بريد وکړ چې په نتيجه کې يې ددغې ډلې دامنيتي ځواکونو دپنځم کنډک دوه تنه غړي ټپيان شول .
د مقاومت جبهې ټینګار کړی چې په دغو دوو بریدونو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.
جمهورخبري آژانس