دا په زړه پورې ده ۰
په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماوو شورا پخوانی رییس مولوي عبدالقادر قانت د وسله والو طالبانو له لوري نیول شوی دی.
مولوي عبدالقادر قانت د طالبانو له خوا ونيول شو
په کابل کې دولتي سرچینې وايي، چې د کابل د علماوو شورا پخوانی رییس مولوي عبدالقادر قانت د وسله والو طالبانو له لوري نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دوشنبې په ورځ د تلې په نهمه وسله والو طالبانو ښاغلى قانت له کابل ښاره نيولى او نامعلوم ځاى ته يې لېږداوه.

د ښاغلي قانت د نیول کېدو لامل لا نه دی په ډاګه شوی. خو؛ هغه تر دې مخکې د طالبانو پر حکومتولۍ او په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو محدودیتونو سختې نیوکې کړې وې.

باید وویل شي چې ښاغلی قانت د جمهوري نظام پر مهال د کابل د علماوو شورا مشر و.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdccieqss2bqmx8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته