۰

د مقاومت جبهې په هرات کې د دوو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکړ

چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۸
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.
د مقاومت جبهې په هرات کې د دوو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکړ
د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغې جبهې نن سه شنبه د میزان ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه ۹ بجې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې ۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي.

د خبر په اساس دغه برید تیره شپه ۷ بجې د ګذرې ولسوالۍ په «چهارسوی» سیمه کې ترسره شو.

د مقاومت جبهې په وژل شويو طالبانو کې د قاري عبيدالله او قاري نادر نومونه ياد کړل او ويې ويل چې دوى په هرات کې د طالبانو د قول اردو له قوماندان الفاروق سره نږدې کسان وو چې تل يې بې دفاع خلک ځورول. دغه جبهه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهور خبري اژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي