د اسرائیلو پر ضد د ایران پراخ توغندیز بریدونه څو شېبې وړاندې پیل شول.
د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د بالستیک توغندیو په واسطه دا پراخ توغندیز بریدونه د اسراییلو زړه په نښه کړی دی.
د ایران له ښارونو څخه راپورونه ښیی چې د ایران له مختلفو ښارونو لکه اصفهان، شیراز، همدان، تبریز، خرم اباد او داسې نورو څخه په یو وخت د اسرائیلو په لور توغندی توغول شوی دی.
دا بریدونه په لبنان کې د سید حسن نصرالله، اسماعیل هنیه او د اسراییلو د جنایتونو په غبرګون کې ترسره کیږي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کیږي چې له لبنان څخه د حزب الله سخت راکټي بریدونه د اسرائیلو ښارونه لکه تل ابیب، بیت المقدس او داسې نور په نښه کړي او پراخې تباهي یې رامنځ ته کړې ده.
د بالستیک توغندیو د زیات سرعت له امله دغه توغندي په څو دقیقو کې اسرائیلو ته رسېدلي او د تعقیب او له منځه وړلو احتمال یې کم دی.
الجزیرې خبر ورکړی، چې ۹۰ سلنه توغندي د اسرائیلو له دفاعي سیستم څخه تېر شوي او پر هدفونو لګېدلي دي.
ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه پراخ عملیات د سپاه پاسداران او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ له خوا په ګډه ترسره شوي دي.
یو له نښه شویو مرکزونو څخه د ناواتیم اډه ده او ادعا کیږي چې د اسراییلو F35 هنګر ویجاړ شوی.
د ایران له برید څو دقیقې وړاندې په تل ابیب کې دوو ځانمرګو بریدګرو د سیمې پر اوسېدونکو ډزې وکړې او ګڼ شمېر اوسېدونکي یې ووژل او ټپیان کړل.
دحزب الله له خوا په عين وخت کې په تيلوي او حيفا باندې په لسګونو توغندي توغول شوي دي چې زياتره يې د اوسپنې له ډنډ څخه په تيريدو سره په هدفونو لګيدلي دي.
اسرائیلي رسنیو د ایران له لوري د توغول شویو توغندیو شمېر ۴۰۰ ښودلی او د خپرو شویو انځورونو له مخې ویل کېږي چې ډېری دغه توغندي په ټاکلي هدف لګېدلي دي.
دغه ستر برید له پخواني برید سره چې د صادق وعدې په نوم یاد شوی و، ډېر توپیر لري. په راپور کې ویل شوي، چې ایراني توغندي د زیات قوت او شمېر په لرلو سره د اسرائیلو له خوا کشف او شنډ نه کړای شي او د اسرائیلو په پوځي مرکزونو او تاسیساتو کې یې پراخې تباهي رامنځ ته کړې ده.
د ایران د سپاه پاسداران ځواک د دغو عملیاتو له پای ته رسیدو وروسته یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې دغه عملیات د اسلامی جمهوریت پوځ او دفاع وزارت په ګډه ترسره شوی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت پوځ هم یوه ویډیو خپره کړه او اعلان یې وکړ چې "له اسرائیلو سره لومړی حساب جوړ شوی دی".
په دې ویډیو کې د نن شپې برید په ځانګړې توګه د اسماعیل هنیه د وژنې غچ ته اشاره شوې او د سید حسن نصرالله د غچ اخیستو په اړه ګونګوسې روانې دي.