دا په زړه پورې ده ۰
د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وايي، دې هېواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځلي زیات صادر کړي دي.
له قرغزستان څخه افغانستان ته د تېلو صادراتو کې زیاتوالی راغلی
د قرغزستان د احصایې ملي کمېټه وايي، دې هېواد د روان ۲۰۲۴م کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې پرتله افغانستان ته پټرول ۲۷ ځلي زیات صادر کړي دي.

قرغزي رسنیو پرون د قرغزستان د احصایې د ملي کمېټې پر اساس ویلي، چې دې هېواد افغانستان ته د ۸ میلیونه او ۹۰۰زره ډالرو په ارزښت ۷۰۰زره لیتره پټرول صادر کړي دي.

د تېر کال په ورته موده کې، قرغزستان د ۳ لکه ۱۷زره ډالرو په ارزښت ۱۹زره ۳۰۰ لیتره پټرول صادر کړي وو.

افغانستان ته د قرغزستان د صادر شویو تېلو د هر لټر د بیې اوسط پنځه سینټه دی.

افغانستان ته د دغه هېواد صادر شوي پټرول د دغه هېواد د ټولو صادر شویو پټرولو ۸۴ سلنه کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcbf0b8zrhbz5p.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه