۰

د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته وکړه

سی شنبه ۱۷ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۲۸
د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي چې په افغانستان کې له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان له افغانستان سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته وکړه
د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي چې په افغانستان کې له ۱۶۶ روغتیايي مرکزونو سره ۱۱۴ روغتیايي بستې مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن سه شنبه د تلې ۱۷ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغو روغتیايي کڅوړو کې د ۱.۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د ژمي لپاره درمل او نور اړین روغتیايي توکي شامل دي.

خبرځاى زياته کړه چې دغه روغتيايي بستې به د ٢٢ ولايتونو مرکزونو ته ورکړل شي. په اعلامیه کې راغلي چې دا مرسته به په لرو پرتو سیمو کې د ژمي په موسم کې نږدې ۸۰۰ زره ناروغانو ته د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونه برابر کړي.

د روغتيا د نړيوال سازمان استازي وويل چې له خپلو همکارانو سره په ګډه ژمن دي چې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي او په محرومو سيمو کې د خلکو ژوند وژغوري.

جمهورخبري آژآنس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي