د اعلامیې پر بنسټ، له دغو کسانو څخه یو یې په درې کاله بند او شل دورو محکوم شوی دی. نورو دوو ته هر یو ته ۳۹ دُرې ورکړل شوې. اعلامیې زیاته کړې چې یو بل تن په یو کال بند او شل دورو محکوم شو.
د طالبانو محکمې دا هم ویلي، چې دوه نور تورن په اوه میاشتې بند او هر یو ته د شل دورو او دوه نور په ۱۵ ورځو بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د تورنو کسانو مجازات تل د بشري حقونو د سازمانونو او هغو هېوادونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي چې د بشري حقونو ملاتړ کوي.