۰

د لوږې نړیوال شاخص؛ شاوخوا نیمايي افغان ماشومان لنډ وني دي

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۳۲
د لوږې نړیوال شاخص وايي چې د افغانستان شاوخوا نیمایي ماشومان (۴۴،۶ سلنه ماشومان) د خوراکي توکو د کمښت له امله لنډ وني دي.
د لوږې نړیوال شاخص؛ شاوخوا نیمايي افغان ماشومان لنډ وني دي
د لوږې نړیوال شاخص وايي چې د افغانستان شاوخوا نیمایي ماشومان (۴۴،۶ سلنه ماشومان) د خوراکي توکو د کمښت له امله لنډ وني دي.

د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د ۲۰۲۴ کال د نړۍ د لوږې په شاخص کې له ۳۰.۸ نمرو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶ ځای لري. راپور زیاتوي چې افغانستان د لوږې په "جدي کچه" کې دی او ۳۰،۸ سلنه وګړي یې خوارځواکي دي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر ۳،۸ سلنه ماشومان د خپل عمر په پرتله کم وزن لري او ۵،۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.

د لوږې نړیوال شاخص وايي، په افغانستان کې د خوړو خوندیتوب وضعیت د جګړې، اقتصادي بې ثباتۍ او طبیعي پېښو له امله چې کرنه او د مرستو رسولو چارې یې ګډوډې کړې، خراب شوی دی.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې د لوږې په شاخص کې د افغانستان نمرې زیاتې شوي چې عمده لامل یې د لوږې د کچې لوړوالی دی.

د دغه راپور له مخې په افغانستان کې کورنۍ د خوراکي توکو د کمښت له امله له ډېرو سختو تګلارو څخه کار اخلي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي