دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې ۱.۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت کړي دي.
په تېرو ۳ میاشتو کې ۱.۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت او راجستر شوي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې ۱.۶ میلیونه سیمکارتونه ثبت کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د سیمکارتونو د ثبت څانګو کې د کار کوونکو شمېر هم زیات کړی دی.

د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي د سیمکارتونو ثبتېدل د جنايي جرمونو په کموالي کې ګټور ګڼي.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د ویاند په وینا ۱۳.۹ میلیونه سیمکارتونه په قانوني ډول ثبت شوي او په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارتونه شته.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcba0b8frhbzsp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته