د افغانستان د کرکټ الف «ابدالیانو» لوبډلې په پای لوبه کې سریلانکا ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د آسیا ایمیرجینک سیالیو اتلولي وګټله.
د افغانستان د کرکټ الف «ابدالیانو» لوبډلې په پای لوبه کې سریلانکا ته د ۷ ویکټو په توپیر ماتې ورکولو سره د آسیا ایمیرجینک سیالیو اتلولي وګټله. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا د افغانستان د کرکټ له پیل څخه تر اوسه پورې لومړۍ ځل دی، چې اتلولي تر لاسه کوي. پای لوبه کې چې نن دوشنبې د لړم ۶ مه د افغانستان پر وخت ماښام شپږ بجې د افغان ابدالیانو او سریلانکا الف لوبډلې تر منځ وشوه، لومړی سریلانکا لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو سره ۱۳۳ منډې وکړې او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه. د افغان توپ اچوونکو له خوا بلال سمیع ۳ او الله محمد غضنفر په ۴ اورونو کې د ۱۴ منډو په ورکولو سره ۲ لوبغاړي وسوځول. د لوبې په دویمه پاڼې کې افغان ابدالیانو د صدیق الله اتل د ښې توپ وهنې پر مټ وکولی شول، چې د لوبې په ۱۸.۱ اورو کې ورکړل شوی هدف پوره او دغه لوبه وګټي. افغان ابدالیانو د دې لوبې په ګټلو سره وکولی شول، چې د لومړي ځل لپاره د آسیا ایمیرجینګ سیالیو اتلولي وګټي. صدیق الله اتل د دغه جام تر ټولو غوره توپ وهوونکي جایزه تر سره کړه. د یادونې ده، چې تر دې وروسته د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش ملي لوبډلې سره د ۵۰ اورو درې لوبې لري، چې د راتلونکې میلادي میاشتې په ۶ مه نېټه به پیل شي. جمهورخبري آژانس