د کابل ښار د پوهنې رییس عبدالباسط حقاني هم وايي:«زموږ زدهکوونکي نظري زدهکړې کوي، باید عملي زدهکړې هم وکړي او دا زموږ موخه هم ده چې، خپلو زدهکوونکو ته د نظري درسونو ترڅنګ، د عملي درسونو زمینه هم برابره کړو.»
مسوولان د دغه ډول پروګرامونو له جوړولو موخه د زدهکوونکو د ظرفیت لوړول ګڼي او وایي چې، په دغو سیالیو کې د ۵۰ دولتي او خصوصي ښوونځیو زدهکوونکو خپلې ۱۰۰ ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې کړې او په پای کې یې جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړل.