د طالبانو د مرکزي بانک مشر وايي، دغه ډله په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور ودې او پراختیا ته ژمنه ده>
د طالبانو د مرکزي بانک مشر وايي، دغه ډله په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور ودې او پراختیا ته ژمنه ده> د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان مرکزي بانک چې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې دی، د پنجشنبې په ورځ (دلړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه بانک مشر مولوي نور احمد اغا د دغه بانک له مشرې مېرمن روزا اوتنبایوا سره وکتل. د یوناما دفتر. په دې کتنه کې مولوي نور احمد اغا وويل چې مرکزي بانک په افغانستان کې د مالي او بانکي سکتور ودې او پراختيا ته ژمن دى او په دې لاره کې د هېواد په اقتصادي بيارغونه کې خپل مثبت رول لوبوي. طالبانو ویلي چې مېرمن روزا اوتنبایوا د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې د مالي او بانکي سکتور د ودې او پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه. جمهورخبري آژانس