دا په زړه پورې ده ۰
په جوزجان ولایت کې د نوري فایبر انټرنټي پروژې(ایف ټي ټي ایچ) د لومړي فاز چارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
جوز جان کې د نوري فایبر انټرنټي پروژې چارې پیل شوې
په جوزجان ولایت کې د نوري فایبر انټرنټي پروژې(ایف ټي ټي ایچ) د لومړي فاز چارې د ۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

د چارواکو په خبره د یادې پروژې په پلي‌کېدو سره به جوزجان کې کور په کور د چټک او ارزانه انټرنټ د برابراېدو ترڅنګ، د برښنايي حکومتولۍ برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

شمال زون کې د افغان ټیلي‌‌کام امر محمدنسیم نظري د دې پروژې پرانېستو مراسمو ته وویل چې د یادې پروژې ټول لګښت د دغه شرکت له لوري ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د جوزجان اوسېدونکو ته ارزانه او په لوړ کیفیت انټرنټ برابر شي.

په ورته مهال د یادې پروژې د لومړي فاز په پیلېدو سره به شاوخوا ۴۰۰ کارګرو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcbszb8srhbz8p.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته