دا په زړه پورې ده ۰
د اېمرجنسي ادارې عمومي رییسې روسیلا میکیو په کابل کې طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره کتلي دي.
روغتیا وزارت: د روغتیا برخې د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو مرستې اړینې دي
د اېمرجنسي ادارې عمومي رییسې روسیلا میکیو په کابل کې طالبانو د عامې روغتیا وزارت له سرپرست نور جلال جلالي سره کتلي دي.

د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دغې لیدنه کې د اېمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدمتونو، د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو، د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا، معولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو پر برابرولو او په اېمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي پروګرامونو پر پيلېدو بحث او خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ جلالي ویلي چې، د افغانستان د روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرستې اړینې دي او د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې د یادې ادارې له رییسې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ د اېمرجنسي ادارې رییسې هم په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس


 
https://jomhornews.com/vdciryazpt1ayp2.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته