دا په زړه پورې ده ۰
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خلکو په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.
غزني کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوې
د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د خلکو په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوې ده.

د مالوماتو له مخې د ښوونځي دغه ودانۍ د غزني ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند په قلعه امیرمحمد خان سیمه کې د (امام هادي) په نوم د څه باندې درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې.

د سرچینو په خبره، د دغه ښوونځي د ودانولو لپاره په هېواد کې دننه او بهر پیسې راټولې شوې وې.

دا ښوونځی ۱۲ ټولګي او یو اداري دفتر لري او نږدې یو نیم زر زده‌کوونکو ته پکې د زده‌ کړو اسانتیا برابره شوې ده.

د یادولو وړ ده چې یوه اوونۍ وړاندې هم خلکو په خپل شخصي لګښت د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې وه.

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdcau0n6m49n0e1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته