د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پرتو ۶ ولسوالیو څار او ارزونه کړې ده.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ کونړ ولایت ته سفر کړی او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې يې د پرتو ۶ ولسوالیو څار او ارزونه کړې ده. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند وايي تسلیمالله حقاني چې، غلام صدیق سباوون د دغه سفر په ترڅ کې ویلي چې، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د ټولو رسمي سرحدونو او د ډیورنډ فرضي کرښې امنیت تامین شوی دی. دی وايي، زموږ سرحدات اوس محفوظ دي او د اسلامي امارت ټول مسوولان د دې دفاع ته چمتو دي. سباوون همداراز زیاته کړې چې، دوی د تېر په څېر اوس هم له خپلې خاورې او سرحدونو د څارنې او دفاع لپاره چمتو دي. جمهورخبري آژانس