دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالقي د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د ګډون لپاره د طالبانو د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته تللی.
طالبان: د لومړي ځل لپاره د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوو
د طالبانو د ډلې د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مولوي مطیع الحق خالقي د اقلیم د بدلون په کنفرانس کې د ګډون لپاره د طالبانو د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته تللی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هېواد د چاپېریال ساتنې ریاست نن یکشنبه (د لړم ۲۰ مه) اعلان کړی، چې د دې ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خلیص د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ په کابل کې دی.

هغه د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس (COP-29) کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمېنې باکو ته ولاړ.

په قطر کې د طالبانو استازي محمد نعیم وردګ هم دغه خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو امارت د لومړي ځل لپاره د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې ګډون کوي.

طالبانو ویلي چې د اقلیم د بدلون نړیوال کنفرانس به د روان کال د نومبر له ۱۱مې تر ۲۲مې په باکو کې جوړ شي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdca00n6o49n0y1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته