د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې په هرات کې د دوی د ځواکونو په برید کې څلور طالبان وژل شوي او ټپیان دي.
د ملي مقاومت جبهې اعلان وکړ چې په هرات کې د دوی د ځواکونو په برید کې څلور طالبان وژل شوي او ټپیان دي. د جمهور آژآنس د خبر له مخې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې د خبرپاڼې له مخې، دغې جبهې تېره شپه د هرات ښار د ۱۱مې ناحیې په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو پر هغو جنګیالیو برید وکړ، چې د شپې په ګزمه بوخت وو. د دغې ډلې ۳ غړي وژل شوي او ۱ بل ټپي دی. دغه برید د هرات ښار د ۱۱مې حوزې اړوند د شیدايي په سیمه کې په دښمن برید ترسره شو چې په ترڅ کې یې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې د ملي مقاومت د جبهې د ځواکونو لاس ته ورغلې. د ملي مقاومت جبهې ټینګار کړی چې په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.