دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د نشه یي توکو د بدیل کښت په توګه پر کروندګرو د زعفرانو، اېنجې، پنبې، زغرو، الووېرا او کنجد بوټي وېشلي دي.
طالبان: هېواد کې مو د کوکنارو بدیل کښتونه وېشلې دي
د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت د نشه یي توکو د بدیل کښت په توګه پر کروندګرو د زعفرانو، اېنجې، پنبې، زغرو، الووېرا او کنجد بوټي وېشلي دي.

د دغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي، د کوکنارو د کرکېلې منعه کېدو په تړاو د اسلامي امارت د رهبر تر فرمان وروسته دمګړۍ د هېواد په هېڅ ځای کې کوکنار نه کرل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، په طبي بوټو کې لکه د اینجې او اقتصادي هم لکه د زعفرانو، ستروسو او بېرو بڼوڼه مو جوړ کړې دي، چې د بدیل کښت پر ځای ترې کار اخیستل کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdceof8zzjh8fei.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته