دا په زړه پورې ده ۰
د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د وخت د کانونو له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.
د باميانو ښاريانو په دغه ولايت کې د پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه
د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو د وخت د کانونو له سرپرست ملا هدایت الله بدري سره وکتل او په دغه ولایت کې یې د پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هېواد د کانونو او پټرولیم وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د یکاولنګ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل.

د بامیان ولایت راغلو کسانو د کانونو د منابعو، د کانونو د قرارداديانو د کار او فعاليتونو، د چاپيريال پر ستونزو، په پروژو کې د ځايي خلکو د کارموندنې، د ټولنيزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې او په دې ولسوالۍ کې يې د نورو قراردادونو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.

طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو له مخې به د دغه ولایت د پروژو تطبیق او د خلکو ستونزو ته پاملرنه وکړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcevf8zfjh8foi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته