دا په زړه پورې ده ۰
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له لوري پرون د کابل په انتاني او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او په دغو روغتونونو کې د (سي‌ټي) سکن ماشینونو د نصبولو چارې هم پیل شوې دي.
د کابل په ۲ روغتونونو کې تشخیصیه مرکزونه جوړېږي
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو له لوري پرون د کابل په انتاني او افغان- جاپان روغتونونو کې د دوه تشخیصیه مرکزونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې او په دغو روغتونونو کې د (سي‌ټي) سکن ماشینونو د نصبولو چارې هم پیل شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د مسئولینو په خبره، د يادو پروژو د چارو پر بشپړېدو شاوخوا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د «جایکا» او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ به په راتلونکو درېیو مياشتو کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ویلي، چې د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړولو بودجه ځانګړې شوې ده، چې د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcaman6e49n061.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته