دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې.
چین کې له افغانستان سره د بشري مرستو د پياوړتیا په موخه ناسته شوې
د طالبانو تر کنټرول لاندې افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دغې ټولنې عمومي رییس چین ته د سفر پر مهال د نړيوال فدراسيون د اسيا څانګې له مسوول الکساندر متيو سره ناسته کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې ناسته کې د افغانستان د بشري وضعیت په ښه‌والي، د اړمنو وګړو د ملاتړ، او د ژمي لپاره د بېړنیو مرستو په برابرولو خبرې شوې. متيو د سرې میاشتې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دوامداره مرستو ژمنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس

 
https://jomhornews.com/vdcgy79qnak9uq4.1gra.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته