دا په زړه پورې ده ۰
د اروزګان ولایت په مرکز ترېنګوټ ښار اړوند مهر آباد سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوی دی.
اروزګان کې یو لوی پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د اروزګان ولایت په مرکز ترېنګوټ ښار اړوند مهر آباد سیمه کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخسیتنې ته سپارل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اروزګان سرپرست والي عنایت الله شجاع ویلي، چې دغه پُل د یوه کس په مالي ملاتړ جوړ او ګټې اخسیتنې ته وسپارل شو.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد پُل په جوړېدو سره به د سیمې خلکو د تګ راتګ ګڼې ستونزې حل او په بېلابېلو برخو کې به ورته اسانتیاووې برابرې شي.

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdcawan6049n0u1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

وروستي خبرونه