د تېر کال په پرتله سږ کال له بلخ ولایت څخه د قره قل پوستکي صادرات ۸۰ سلنه ډېر شوي دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ولایت د قره قل ریاست مسوولینو وايي، چې په تېرو اتو میاشتو کې، څه باندې ۹۲ زره د قره قل پوستکي د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپا ته صادر شوي دي. په ورته وخت کې د قره قل خولۍ یو شمېر صنعتکاران له د طالبانو له حکومته د دې صنعت د ملاتړ غوښتنه کوي. د قره قل پوستکی د نوي زېږېدلي اوریانو څخه ترلاسه کېږي او له هغه څخه خولۍ، چامپرونه او نورې جامې هم جوړیږي. په همدې حال کې د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي، د قره قل له صنعتکارانو سره د مرستې لپاره پلانونه په لاس کې لري. قره قل د هېواد یو له مهمو صادراتي توکو څخه دی او د نړۍ په کچه ځانګړی کیفیت او شهرت لري او دغه صنعت د هېواد په شمالي ولایتو کې، د ودې په حال کې دی. جمهورخبري آژآنس