دا په زړه پورې ده ۰
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کړې ده.
سره صلیب: سږ کال مو د زرګونه افغان ماشومانو درملنه کړې
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کې یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو په درملنه کې مرسته کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په خبر پاڼه کې راغلي چې د جنورۍ او سپټمبر د میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپلو طبي مرکزونو کې ۱۱ زره ۴۳ تنه افغان ماشومانو ته، چې سي‌‌پي یا (سربرل پالسي) ستونزه یې لرله، حیاتي خدمات وړاندې کړي دي.

سربل پالسي یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چې، عموماً ماشوم ته د مور په نس کې، یا د زوکړې په مهال او یا هم له زېږېدو سم‌دستي وروسته ماشوم ته پیدا کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdccs4qsm2bqm18.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته