یوې ایراني رسنۍ د سراجالدین مهرالدین له قوله لیکلي:«موږ فکر کوو چې، د ایکو حوزې دغه هېواد کولای شي د لا زیاتې همغږۍ لپاره په سیمه کې، د اقتصاد په پراختیا کې د پام وړ رول ولوبوي او د څو اړخیزو ارتباطي طرحو له پلي کېدو او د خورا سټراټیژیکو پانګونو له کېدو سره مرسته وکړي چې، تاجیکستان له دې مسئلې ملاتړ کوي.»
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په ۱۹۸۵ کې د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري جوړ شو او په ۱۹۹۲ کې یې پراختیا ومونده. او افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبیکستان یې هم غړیتوب خپل کړ.