د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په انار جوی ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
د روزګان ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په انار جوی ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۲۳۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، د اوبو رسولو دغه شبکه د (بي ایچ اې ) موسسې په مالي ملاتړ د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې ده. د یادولو وړ ده، چې د دې شبکې د جوړېدو په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. جمهورخبري آژانس