دا په زړه پورې ده ۰
د پکتيکا ولايت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې دکمال سرحدي ښوونځي ودانۍ د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت له بیا رغونې ورورسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.
پکتیکا کې د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت د ښوونځي ودانۍ رغول شوې
د پکتيکا ولايت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې دکمال سرحدي ښوونځي ودانۍ د ۴ مېليونه افغانيو په لګښت له بیا رغونې ورورسته ګټې اخيستنې ته سپارل شوې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د مسوولینو په خبره، د یادې لېسې د ترمیم چارې د پوهنې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ترسره شوې دي.

په په دې ترميم کې ۸ درسي ټولګي، يو تالار، د اوبو رسولو سېسټم غځول او د لمريزې برېښنا شبکې نصبول شامل دي.

ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د یاد ښوونځي په بیارغولو خوښي څرګند کړې او له دولت څخه یې د ورته نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdci5vaz3t1ay52.k6ct.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته