د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده.
د هرات ولایت ځايي سرچینو ویلي، چې د ایران له وارداتي برېښنا پرې کېدو سره هممهاله، د ترکمنستان وارداتي برېښنا هم پرې شوې ده. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد ولایت ځایي چارواکو هم منلې چې د سړې هوا له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزي د هرات کشکرباط ولسوالۍ اړوند په (بند بقرچر) سیمه کې پرې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له پرون سهار راهیسې هرات ته د ایران وارداتي برېښنا هم پرې شوې چې له کبله یې دا ولایت له بشپړې تیارې سره مخ شوی دی. د یادولو وړ ده چې هر کال د ژمي په راسېدو سره په هېواد کې په ځانګړې توګه په لویو ښارونو کې د برېښنا پرچاوي ډېرېږي. جمهورخبري آژآنس