د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی وایي، طالبانو د افغان ولس کړاوونو ته دوام ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی وایي، طالبانو د افغان ولس کړاوونو ته دوام ورکړی دی. د جمهور آژآنس د خبر له مخې رینا امیري نن چهارشنبه (دلیندۍ ۲۱ مه) د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي: «د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي ځورونې په اړه د طالبانو سخت دریځي. او د توکمیزو او مذهبي ډلو، ژورنالیستانو او د بشري حقونو د مدافعینو ناوړه ګټه اخیستنې د افغانانو کړاو لا پسې ژور کړی دی. امیري لیکي چې د طالبانو سیاستونو د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان هیله هم له منځه وړې ده. جمهورخبري آزانس