د داعش ترهګرې ډلې د خلیل الرحمن حقاني په ژوندون د ځانمرګي برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. د جمهور آژآنس د خبر له مخې داعش ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۲ مه) د اعماق خبري اژانس کې اعلان وکړ، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر مرکز د پروني برید مسوولیت یې په غاړه اخیستی، چې په کې خلیل الرحمن حقاني او یو شمېر نور کسان وژل شوي دي. داعش د دغه برید نوعیت ځانمرګی بللی دی. د طالبانو ډلې پرون اعلان وکړ چې دغه حمله د داعش ترهګرې ډلې له خوا ترسره شوې ده. جمهورخبري آژانس