کاناډا دولت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې، د امنیتي دلایلو له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
کاناډا دولت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو وګړو غوښتي چې، د امنیتي دلایلو له امله افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کاناډا په دغې اعلامیه کې خپلو وګړو ته، په افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابوالي، وسلهوالو نښتو او د تښتول کېدو د احتمال او خپلسرو نیونو په تړاو خبرداری ورکړی دی. په دغې اعلامیه کې کاناډایانو ته په خطاب کې ویل شوي، د امنیتي وضعیت د خرابوالي، ترهګریز بریدونو، دوامداره وسلهوالو نښتو، د انسان تښتونې د خطر، د خپلسرو نیونو او توقیفونو، د جرمونو او جنایتونو د لوړې کچې او د بشري حقونو د پراخو سرغړوو له امله افغانستان ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړۍ. خو طالبانو یو ځل بیا په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په تړاو اندېښنې بې ځایه بولي وایي، اوسمهال په هېواد کې بېلابېل بهرني بنسټونه فعالیت لري. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي،رله امنیتي پلوه په افغانستان کې د اندېښنې وړ کومه خبره نشته، افغانستان اوس الحمدالله امن دی او ګڼ شمېر بهرني وګړي، موسسې، ډيپلوماټان او بهرني سیلانیان په افغانستان کې دي. تر دې مخکې، د امریکا، جرمني، روسیې او برېټانیا په ګډون ځینو نورو هېوادونو هم افغانستان ته د خپلو وګړو سفرونه خطرناک بللي وو. جمهورخبري آژانس