دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې د ټانک، جنګی بیړۍ او چورلکې ضد توغندی فعالې کړی دی.
طالبانو د ټانک، جنګي بېړۍ او چورلکې ضد توغندي فعالې کړی
د طالبانو د ډلې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې دغې ډلې د ټانک، جنګی بیړۍ او چورلکې ضد توغندی فعالې کړی دی.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د هېواد د ملي دفاع وزارت نن یکشنبه (د مرغومي ۱۶ مه) سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دغه وزارت کې د میلان کانکورس لارښود توغندی (۹ ایم ۱۳۵) فعال شوی دی.

طالبانو ویلي چې د دې ډلې ۱۲ تنه جنګیالي د ملي دفاع وزارت د توپخانې د رئیس له خوا د کنکورس میلان (۹M135) په نوم د توغندیو په نوي ډیپارټمنټ کې د یوه میاشتني مسلکي او عملي روزنیز کورس له بشپړولو وروسته رخصت شول.

طالبانو زیاته کړې چې دغه لارښود توغندی د لومړي ځل لپاره په هېواد کې فعال شوی چې کولای شي زغره وال ټانکونه، جنګي بېړۍ او په ټیټه ارتفاع کې چورلکې په نښه کړي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcc1oqse2bqms8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته