دا په زړه پورې ده ۰
د امریکا د استخباراتي ادارې یو پخوانی استازی وايي، امریکا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته د میاشتې لس میلیونه ډالر ورکوي.
امریکا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته د میاشتې لس میلیونه ډالره ورکوي
د امریکا د استخباراتي ادارې یو پخوانی استازی وايي، امریکا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ته د میاشتې لس میلیونه ډالر ورکوي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) پخوانۍ استازې سارا اډمز ویلي: د امریکا حکومت په قطر کې د طالبانو دفتر ته د اداري لګښتونو په توګه هره میاشت ۱۰ میلیونه ډالره ورکوي.

هغه وويل چې دا پيسې د هغو ٨٧ ميليونو ډالرو سربېره دي چې هره اوونۍ د الوتکې له لارې کابل ته لېږدول کېږي.

له هغه وخته چې طالبان واک ته ورسېدل، نږدې هره اونۍ د افغانستان مرکزي بانک ته د بشري مرستو د بستو په نوم څه باندې څلوېښت میلیونه ډالر استول کېږي.

باید وویل شي، چې طالب ډله په وار وار په افغانستان کې د امریکا د ماتې او خپلواکۍ ادعا کوي، خو په حقیقت کې د امریکا د جمهوریت له غلامانو څخه زیات غلامان دي.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcjihevvuqeavz.b,fu.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته