دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې د روان ۱۴۰۳مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې، پکتیا ولایتکې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.
پکتیا کې روان کال ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې
د طالبانو د  اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وايي چې د روان ۱۴۰۳مالي کال له پیل څخه تر اوسه پورې، پکتیا ولایتکې د شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۱ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت دغه راز په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په ۱۴۰۳لمریز کال کې د پکتیا په مرکز ګردېز ښار، زرمت او روحاني بابا په ولسوالیو کې د ۳۸ میلیونه ۹۳۵ زره افغانیو په لګښت؛ ۲۱ بېلابېلې پروژې چې پکې د سربندونو، کانالونو، حوضونو، کارېزونو او د څښاک اوبو د څاګانو کیندل، بیارغونه او پاکاري شاملې دي؛ پلې شوې دي.

د مالوماتو له مخې دغه پروژې د پکتیا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې د (ایف ‌اې‌او) یونیسکو او (یو اینډي‌پي) مؤسسو له لوري پلې شوې چې د تطبیق په بهیر کې یې ګڼ شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcd9n0foyt05f6.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته