طالبانو لیکلي: حقیقت دا دی چې امریکا طالبانو ته نه یوازې یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، بلکې د افغانستان له خلکو یې په ملیاردونو ډالر اخیستي او بند کړي دي او طالبان له امریکا نه هېڅ تمه نه لري او نه یې هم کومه غوښتنه کړې ده.
هغه لیکلي، هغه پیسې چې امریکا ورته اشاره کوي، د امریکا لګښتونه دي، چې زیاتره یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او یا هم په افغانستان کې له دوی سره د مېشتو افغانانو پر ایستلو او مېشتېدو لګول شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې ښايي د امریکا د مرستو یوه برخه د نړیوالو موسسو له خوا د بشردوستانه مرستو په نوم لګول شوې وي او موږ له امریکا هم غوښتنه کوو، چې د مرستو په نوم دغه ډول لګښتونه راکم کړي، ځکه دا پیسې د افغانستان د خلکو لګښت نه لري.
د دې طالبانو په وینا، که په دقیقه توګه وڅېړل شي، امریکا دا ټولې پیسې د افغانستان په نوم د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره لګولي او هڅه کوي چې د اسلامي امارت پر ضد تبلیغات وکړي.