په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې د واروې ورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نیمايي کې د واروې ورېدو او سړې هوا له امله پنځو کسانو ژوند بایللی دی. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اوچا ویلي، چې د جنورۍ پر ۵مه د بغلان په اندراب ولسوالۍ کې درېیو کسانو د درنې واورې ورېدنې له کبله ساه ورکړې وه او دغه راز د جنورۍ پر ۴مه بیا د فاریاب په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کسان د سړې هوا له کبله مړه شوي وو. یاد بنسټ ویلي چې د ملګرو ملتونو بنسټونه د اغېزمنو سیمو پر ارزونو بوخت دي او هڅه کوي چې دغو سیمو ته لومړنۍ مرستې ورسوي. د یادونې ده چې د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د هېواد په ډېرو برخو کې واوره ورېدلې وه. جمهورخبري آژانس