ده ویلي:«کله چې، موږ بن لادن له منځه یووړ، د جګړې اصلي موخه ترلاسه شوه. زه پر دې باور یم چې، د القاعدې اصلي ګواښ به په راتلونکي کې نور له افغانستانه نه؛ بلکې له نورو سیمو سرچینه اخلي.»
جو بایډن د خپلې وینا په بله برخه کې زیاته کړه چې، د انګېرونو پرخلاف، افغانستان د امریکا له وتلو وروسته، د ترهګرو لپاره پر خوندي ځای نهدی بدل شوی او امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له لېرې د افغانستان د کنټرولولو وړتیا ساتلې ده.
نوموړي و ویل«منتقدینو ویل که جګړه پای ته ورسوو، زموږ یووالی به زیانمن شي او بهرني ترهګریز ګواښونه به په افغانستان کې له یوه خوندي پناه ځایه رامنځته شي؛ خو داسې څه ونهشول، زموږ ایتلافونه لا هم پیاوړي پاتې دي او موږ د اړتیا پر مهال پر افغانستان او نورو ځایونو د برید کولو له وړتیا کار اخیستی دی.»
ولسمشر بایډن دغهراز له افغانستانه د امریکا وتل د خپلې ولسمشرۍ یوه له مهمو لاسته راوړنو ګڼي او وایي چې، په افغانستان کې د امریکا د پراخ پوځي حضور لپاره هېڅ دلیل نهو.