دا په زړه پورې ده ۰
د پکتیکا ولایت او خیبر پښتونخوا ایالت ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې.
د انګورو اډې ترانزیټي لاره د موټرو پرمخ خلاصه شوه
د پکتیکا ولایت او خیبر پښتونخوا ایالت ترمنځ پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګورو اډې ترانزیتي لاره له اوږده ځنډ وروسته د موټرو پرمخ خلاصه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا لاره له نږدې ۱۶ میاشتو راهیسې د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې چې پر دې لاره د تېرېدونکو کسانو لپاره یې د پاسپورټ او ویزو لرل حتمي وګرځول، قومي مشرانو د اعتراض په توګه بنده کړې وه خو له سیمې څخه سرچینې وايي، چې دا لاره له پرونۍ ورځې را په دې خوا یوازې د موټرو لپاره پرانیستل شوې ده.

د سیمې د احمدزیو- وزیرو قومي مشرانو او سوداګرو ویلي، چې د انګورو اډې د لارې د پرانیستلو اعلان یې ځکه وکړ چې په دې سیمه کې تجارتي فعالیتونه بند شوي او ورسره د زرګونه خلکو ژوند او کاروبار اغېزمن شوی دی.

طالبانو او پاکستاني چارواکو په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcb89b8frhbzsp.q3ur.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته