دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.
هېواد کې زرګونه راستنو شویو ته کاري فرصتونه برابر شوي
د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۴۵ زره راستنو شویو هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویاند وايي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې ۴۵زره او ۷۰۰ راستنېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا ایران او پاکستانه را اېستل شویو افغانانو تل ویلي دي، چې افغانستان ته د رسېدو پرمهال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي، ځکه هغوی د راستنېدو پرمهال خپل هرڅه په کوربه هېوادونو کې پرېښې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو درې کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو  له څلور میلیونو زیات کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdccsoqs02bqmp8.5ja2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته