دا په زړه پورې ده ۰
د ډانلډ ټرمپ، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، ویلي چې، د امریکا په راتلونکي حکومت کې به، امریکايي ځواکونه بیاځلې، افغانستان ته ستانه نه‌شي.
مایک والټز: امریکايي ځواکونه به بیاځلې افغانستان ته ستانه نه‌شي
د ډانلډ ټرمپ، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، ویلي چې، د امریکا په راتلونکي حکومت کې به، امریکايي ځواکونه بیاځلې، افغانستان ته ستانه نه‌شي. 

د جمهور آژآنس د خبر له مخې واشنګټن پوسټ د والټز له قوله لیکلي چې، افغانستان هغه ته اوس هم ډېر اهمیت لري او همداراز یې پر امریکا د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنيوي په موخه په افغانستان کې د اطلاعاتي وړتیاوو پر ښه کېدو ټينګار کړی دی.

مایک والټز وویل:«د ټرمپ دولت به اطلاعاتي او د ترهګرۍ ضد سازمانونو ته ډېر پام ولري او دا چې، باید څه ډول سترګې او غوږونه مو پرانیستې وي چې، بیا ځلي د نړۍ له هماغې برخې متعجب نه‌شو. زه دا دغه ډول نه تعبیروم چې، موږ بېرته ولاړ شو او په کندهار کې وجنګېږو.»

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcdzn0fkyt0596.lb2y.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته