دا په زړه پورې ده ۰
فراه کې د الغرافه موسسې له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې.
فراه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته ۱۰۸ کورونه جوړیږي
فراه کې د الغرافه موسسې له لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د رغولو چارې پیل شوې.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیرخیرالله خیرخواه د الغرافه موسسې د پروژو ستاینه کړې او د نورو ورته پروژو د پلې کولو ژمنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د الغرافه موسسې استازي طوفان وویل، چې د ۶۰۰ زره ډالرو په لګښت کډوالو او بېرته راستنېدونکو لپاره د ۱۰۸ کورونو او یوه جومات د جوړولو پروژه به په یو کال کې بشپړه شي.

ورته مهال د فراه د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد عبدالحي سباوون په یادو مراسمو کې د الغرافه موسسې له مشر څخه د برېښنا، ښوونځیو، پاکو اوبو، او نورو بنسټیزو پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.

جمهورخبري آژآنس
 
https://jomhornews.com/vdcaeon6o49n0i1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته