دا په زړه پورې ده ۰
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی.
اوچا: افغانستان لا هم د ناچاوده توکو له جدي خطر سره مخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې، افغانستان لا هم د ناچاودو توکو له جدي خطر سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اوچا د راپور له مخې، څه باندې ۳٫۳ مېلیونه کسان پر ناچاودو توکو ککړو سیمو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي، او هره میاشت د دغو توکو د چاودنو له امله ۵۵ ملکیان وژل کېږي یا ټپيان کېږي.

اوچا زیاتوي چې، د قربانیانو ۸۰ سلنه ماشومان دي. اوچا همدارنګه ویلي چې، په ۲۰۲۵ کال کې د ماین پاکولو او عامه پوهاوي د عملیاتو لپاره ۲۱٫۹ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdchiwnzk23nqwd.yjt2.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته