دا په زړه پورې ده ۰
د نړۍ د اسماعیله مذهبي مشر او د آغاخان بنسټ مشر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.
شهزاده کریم آغا خان د ۸۸ کلو په عمر ومړ
د نړۍ د اسماعیله مذهبي مشر او د آغاخان بنسټ مشر کریم آغا خان د ۸۸ کلونو په عمر ومړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آغاخان د پرتګال په مرکز کې پرون سه شنبې د سلواغې ۱۶ مه ساه ورکړې ده.

د آغا خان بنسټ او د نړۍ د اسماعیلیانو مذهبي ټولنې په یوه بیان کې ویلي، چې شهزاده کریم الحسیني څلورم آغا خان او د اسماعیلیایانو ۴۹ میراثي امام په داسې حال کې چې کورنۍ یې ورسره وه د ۸۸ کلونو په عمر په پرتګال کې ومړ.

د آغا خان بنسټ کې چې په افغانستان کې هم د مرستې ګڼې پروژې تمویلوي د رغنیزو پروژو لپاره یو میلیارد ډالر بودجه لري.

جمهورخبري أژانس

 
https://jomhornews.com/vdcft1dy1w6de1a.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته