دا په زړه پورې ده ۰
د طالبانو د اقتصاد سرپرست سرپرست وزیر، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.
جاپان: له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو
د طالبانو د اقتصاد سرپرست سرپرست وزیر، په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اقتصاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، دواړو لورو د اقتصادي همکارۍ د ښه والي او د بشري مرستو د اغېزمنتوب او دوام په اړه خبرې کړې دي.

د جاپان سفیر، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د دغه هېواد د شاوخوا ۲۷.۴ میلیونه ډالرو بشري مرستو په اړه مالومات ورکړي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان اړوندو ادارو له لارې په بېلابېلو برخو کې پلې شوې دي.

هغه، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې له افغانستان سره د روغتیا، تعلیم، له نشه يي توکو سره د مبارزې، بدیل معیشت، د اوبو مدیریت، له اقلیم بدلون سره د مبارزې او د بېځایه شویو او راستنېدونکو ستونزو د حل په برخو کې د خپل هېواد د پراختیايي او بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس
 
https://jomhornews.com/vdcaaon6649n0o1.hxk4.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته