دا په زړه پورې ده ۰
د پکتيا امنیتي مسوولین وايي، نن سهار مهال د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي.
پکتیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي
د پکتيا امنیتي مسوولین وايي، نن سهار مهال د دغه ولايت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پکتیا د امنیې قومندانۍ ویاند منیب ځدراڼ وايي، چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي چې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. داړونکی لېوه د دغې کورنۍ له لوري وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس
https://jomhornews.com/vdcevo8znjh8foi.r6bj.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته