دا په زړه پورې ده ۰
د چینایي رسنیو د راپور له مخې له چین څخه یو باروړونکی ریلګاډی پرون د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شوی.
له چین څخه افغانستان ته په سوداګریزو توکو بار رېلګاډی روان شوی
د چینایي رسنیو د راپور له مخې له چین څخه یو باروړونکی ریلګاډی پرون د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شوی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې ویلي، چې په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.

چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګ‌چینګ او افغانستان سره ونښلوي.

سرچینه وایي، په دې ریلګاډي کې د چین د “ZTE” مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

جمهورخبري آژانس


 
https://jomhornews.com/vdcfxxdyxw6dcya.,ziw.html
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته